د ایران ولسمشرحسن روحاني د دغه هېواد له دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د امریکا متحده ایالتونه هڅه کوي چې د ایران رژیم نسکور کړي.
روحاني د تهران په پوهنتون کې د نوي تحصیلي کال د پیلېدو په مناسبت دغه وینا کې وویل چې متحده ایالتونه له روانې اقتصادي جګړې چې پیل کړې يې ده، په استفادې او د ایران د اسلامي جمهوریت پر مشروعیت د انتقادونو له لارې غواړي، څو په دغه هېواد کې حاکم رژیم ړنګ کړي.
روحاني په دې اړه چې امریکا د تهران د رژیم د بدلولو لپاره څه ډول هڅې مخ ته وړي، نور جزئیات نه دي ورکړي، خو له دې مخکې ایراني چارواکو پر ایران د امریکا سیاسي او اقتصادي فشارونو ته په اشاره ویلي چې واشنګټن له دې لارې غواړې څو د ایران حکومت له منځه یوسي.
امریکایي چارواکو تر اوسه پورې د ایران د ولسمشر د دغې نوې ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې مخکې د ولسمشر ټرمپ د ادارې لوړپوړو چارواکو دغه تورونه تل رد کړي او ويلي يې دي چې پر ایران د فشارونو له زیاتېدو یې هدف دا دی، څو دا هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او خپل چلند بدل کړي.
تر دې وړاندې د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې هم د ایران د رژیم د بدلولو مسئله ډېره ګرمه وه.
د هغه د ادارې د بهرنیو چارو وزیرجان کري څه ویلي و چې د سعودي عربستان او اسرائیلو په ګډون چې د دواړو اړیکې له ایران سره خرابې دي، د سیمې یو شمېر هېوادونو د امریکا له ادارې څخه غوښتي و، څو د ایران د رژيم د بدلولو لپاره پوځي اقدام وکړي.
د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي تړونه ووت او پر تهران یې بندیزونه بېر ته ولګول.
دغه راز په پام کې ده چې متحده ایالتونه به په راتلونکې نومبر میاشت کې پر ایران نور بندیزونه چې د دې هېواد د تېلو صادرات پکې په نښه کېږي، هم ولګوي.