شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

جوزجان پوهنتون

اگست 18, 2018
in پوهنتون
0 0

د جوزجان پوهنتون د بنسټ ډبره په لومړي سر کې په ۱۳۶۶ کال کې د یوه انستیتیوت په بڼه اېښودل شوې ده چې وروسته یې بیا په ١٣٨۸ لمريز کال کې پوهنتون ته ارتقا وکړه. دجوزجان پوهنتون رییس پوهنمل مسعود حقبین وایي، دغه پوهنتون له ۱۳۷۳ کاله تر ۱۳۸۱ پورې په دوو بېلو برخو کې د (د میرزا الخ بېګ د معادنو انستیتیوت او د میر علي شیرنوایي پیدا ګوژۍ) تر نامه لاندې فعالیت در لود. د خلکو له پر له پسې غوښتنو وروسته او د ځینو پوهنځیو په زیاتېدو سره یې د جوزجان د لوړو زده کړو انستیتیوت ته ارتقا وکړه، چې اوسمهال د اوو پوهنځیو په درلودو سره د ځوانو پوهنتونونو په کتار کې راځي. دغه پوهنتون اوسمهال اووه ( ښوونې او روزنې، اقتصاد، ساختماني انجنيرۍ، کمپيوټر ساينس، ټولنيزو علومو، کيمياوي ټکنالوژۍ، جيولوجي او کانونو پوهنځي) لري.
د دغه پوهنتون رییس وایي، د جوزجان په پوهنتون کې د شپې پوهنځیو په ګډون په دریو ټایمونو کې محصلین په بېلا بېلو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. دی وایي، د محصلینو د امریت د معلوماتو له مخې لږ تر لږه اووه زره محصلین لري، چې ۳۵ سلنه یې نجونې دي.
د جوزجان پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو د ډیپارټمنټونو شمېر ۳۹ ته رسېږي چې د تدریس چارې یې د ۱۷۱ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي. په دې ډله استادانو کې ۵۲ تنه یې ښځینه دي. د ښاغلي پوهنمل مسعود حقبین په خبره استادان یې له لېسانس نیولې تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې لري او علمي رتبې یې بیا له پوهیالي تر پوهاند پورې رسېږي.
د جوزجان پوهنتون د ښځینه او نارینه محصلینو لپاره د پوهنتون په د ننه کې ځانګړې لیلیې لري، چې او سمهال لږ تر لږه ۵۰۰ تنه هغه محصلین چې په شرایطو برابر او له لرو پرتو ولایتونو څخه راغلي دي پکې ژوند کوي. د پوهنتون رییس وایي، د نارینه او ښځینه محصلینو لیلیې یې بېلې دي او د ژوند ټول اړین امکانات یې ورته برابر کړي دي. د ښاغلي حقبین په خبره د لیلیه محصلینو ۵۰ سلنه یې نجونې جوړوي.
د جوزجان پوهنتون یو عمومي کتابتون لري، چې لږ تر لږه ۱۵زره جلده بېلا بېل کتابونه په کې موجود دي، تر څو محصلین او استادان وکولی شي وخت ناوخت په کې مطالعه او څېړنه وکړي او خپلې ستونزې هوارې کړي. د پوهنتون رییس وایي، د دې تر څنګ دوی د ۳۹ ډيپارټمنټونو لپاره چې د اوو پوهنځیو اړوند کېږي په هر ډيپارټمنټ کې بیا ځانګړی کتابتون هم لري، چې د مسلک اړوند کتابونه پکې دي.
د جوزجان پوهنتون د رییس په وینا دوی د ترکیې، تاجکستان او ازبکستان له ملي پوهنتونونو سره رسمي او غیر رسمي علمي اړیکې لري، چې تر اوسه پورې یې په اړوندو برخو کې ور سره مرستې کړې دي. ښاغلی حقبین وایي تر اوسه پورې یې ګڼ شمېر استادان د دې پوهنتونونو په مرسته بهر ته د ماسټرۍ او دوکتورا اخیستو لپاره استولي، ځینې یې لا هملته پر زده کړو بوخت دي او ځینې نور به په نږدې راتلونکې کې د همدې پوهنتونو په مرسته بهر ته د زده کړو لپاره ولاړ شي. دی وایي وخت ناوخت له دې پوهنتونو سره علمي مشورې کوي او له تجاربو یې ګټه اخلي. پوهنمل حقبین وایي په کور د ننه هم له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري، چې د کابل مرکزي پوهنتون او د کابل پولي تخنیک پوهنتون یې ښې بېلګې دي.
د ماسټرۍ پروګرام شرایطو ته په کتو چې په اړوند ډیپارټمنټ کې باید څو تنه دوکتوران موجود وي او علمي رتبې یې هم تر ټاکلې اندازې پورې رسېدلې وي، خو له بده مرغه د جوزجان پوهنتون چې لا یو ځوان پوهنتون دی، دغه شرایط یې نه دي پوره کړي. ددې پوهنتون رییس وایي، دوی تر اوسه پورې دغه شرایط نه دي پوره کړي، خو هڅه یې دا ده چې په نږدې راتلونکې کې د دې پوهنتون په یوه ډیپارټمنټ کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي.
دی وایي دا چې پوهنتون یې لا ځوان دی، نو ګڼ شمېر پلانونه په لاس کې لري، چې وخت او شرایطو ته په کتو به یې عملي کوي. ښاغلی حقبین وایي، دوی تېر کال د لوړو زده کړو وزارت ته د طب او کرنې پوهنځي د منظورۍ وړاندیز کړی و، خو تر اوسه پورې یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړي. دی هیله من دی چې په سږني تدریسي کال کې یې دغه غوښتنه ومنل شي تر څو په دې برخه کې هم محصلین جذب کړي.
په جوزجان پوهنتون کې ډېری درسونه د استادانو له خوا د پروجکټور په وسیله تدریسېږي. د پوهنتون رییس وایي د تدریس له عصري سېستم څخه کار اخلي او هڅه کوي ورځ تر بلې د تدریس چارې پر نوې ټکنالوژۍ سمبال کړي. ښاغلي حقبین وایي، دوی په پوهنتون کې د تکنالوژۍ مرکز لري، چې ۴ تنه دایمي کارکوونکي لري. پوهنځي یې ټول په انټرنېټ سمبال دي او د محصلینو لپاره په وړیا ډول د کمپیوټر او انټرنېټ درسونه هم ورکول کېږي. دغه راز د دغه پوهنتون بېلا بېل پوهنځي خپلې مجلې لري، چې وخت ناوخت پکې د اړوندو ډيپارټمنټونو د استادانو او محصلینو لیکنې او څېړنې خپرېږي.
د نورو پوهنتونونو برعکس د جوزجان د پوهنتون رییس وایي، اوسمهال له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ او کارونه یې له پلان سره سم پر مخ روان دي. دی وایي، سمه ده چې د جوزجان پوهنتون یو ځوان پوهنتون دی او لا ډېر کار ته اړتیا لري، خو په خبره یې تر اوسه ښه روان دي. د پوهنمل حقبین په خبره یوازېنۍ ستونزه یې د کادري غړو کمښت دی، ځکه د لوړو زده کړو وزارت له قانون سره سم استادان باید ارو مرو تر ماسټرۍ پورې لوړې زده کړې ولري، نو له همد کبله د دوی ډېری استادان اوسمهال په بهرنیو هېوادونو کې پر ماسټرۍ او دوکتورا اخیستو بوخت دي او اوسمهال دوی په پوهنتون کې د استادانو له کمښت سره مخ دي.

Share7Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In