کورنیو چارو وزارت امر کړی چې د هېواد پر یوه رزمي اتل د وروستي برید جدي پلټنه دې وشي. تېره شپه ناوخته ناپېژانده وسله والو د کابل په زړه کې د هېواد پر رزمي اتل احمد ولي هوتک برید کړی دی. دغو کسانو د نوموړي موټر درولی، لومړی یې ډزې ورباندې کړې دي او بیا یې د چړو په ګزارونو ټپي کړی دی. احمد ولي هوتک په نړۍ کې د ام ام اې مشهور لوبغاړی دی او ټاکل شوې وه، چې نن مسکو ته د یوې سیالۍ په موخه روان شي. د کورنیو چارو وزارت ویلي، ددغه پېښې د جدي پلټنې امر یې کړی دی. ددغه وزارت چارواکي وایي امنیتي او کشفي ارګانونه به ژر تر ژره ددغه پېښې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته به یې وسپاري. په ټولنیزو رسنیو کې هم دغه پېښې توند غبرګون پارولی دی او له حکومت غوښتنه شوې چې پر اتلانو برید کوونکي ونیسي او ولس ته یې په اړه معلومات ورکړي.