ولسمشر اشرف غني د يوه پلاوي په مشرۍ نن د ځينو پروژو د پرانېستلو لپاره پروان ولايت ته تللی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د باريک اب د صعنتي او زراعتي پارک، د جبل السراج – نجراب سړک لومړى فاز پرانېزي. په اعلاميه کې همدا راز ويل شوي، چې ولسمشر به په دغه سفر کې د پروان له ملکي، نظامي او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري. ولسمشر په همدې لړ کې د باریک اب صنعتي او زراعتي پارک پرانیستی دی او ټاکل شوې چې پاتې پروژې هم ګټه اخیستنې ته وسپاري. هغه به د پروان د امنیت او نورو مسایلو په اړه د پروان له اوسېدونکو سره خبرې وکړي. ددې سفر په اړه نور جزیات وروسته وړاندې کېږي.