نوموړي تېره ورځ په یوه تلویزیوني خپرونه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې ښايي جیمز متیس خپله دنده پرېږدي. په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ښایي د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس له خپلې دندې لاس په سر شي. ټرمپ ویلي په دې اړه څه نه شي ویلی، خو ښايي متیس دنده پرېږدي. نوموړي د پوتین په اړه هم د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې ښایي هغه د خپلو مخالفینو په وژلو کې ښکېل وي. ټرمپ دغه وژنې نه دي په ډاګه کړې، خو داسې تورونه پر پوتین پورې شوي دي چې ګواکي هغه د خپلو مخالفینو په ځپلو او وژلو کې لاس لرلی دی.