د ډیورنډ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ له نښتې وروسته دفاع وزارت وایي، هیچاته پر افغان خاوره د تېري اجازه نه ورکوي. د یاد وزارت ویاند غفور احمد جاوید له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغان پوځیانو پرون د پاکستان د هغه اقدام مخنیوی کړی چې غوښتل یې پر ډيورنډ کرښه اغزن سیم وغځوي. ده زیاته کړه، چې افغان ځواکونو پاکستاني پوځیانو ته ددې کار اجازه ورنه کړه او پر وړاندې یې کلک مقاومت وکړ. جاوید ویلي، چې افغان حکومت به د دې قضیې د حل لپاره چټکې هڅې وکړي. پاکستان بیا ویلي، دوی له فغانستان سره پر پوله غواړي اغزن سیم ولګوي په داسې حال کې، چې ډیورنډ کرښه هیڅ کوم حقوقي ارزښت نه لري.