سعودي عربستان وایي، د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د خبریال جمال خاشقجي د تري تم کېدو د قضیې په خاطر په دغه هېواد لګول کېږي. د سعودي دولتي خبري اژانس وایي، ریاض سیاسي او اقتصادي ګواښونو او هر ډول تورونه ردوي. عربستان یادې څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې بریتانیا، فرانسې او جرمني پرون په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې له دې قضیې سره به جدي چلند وکړي. دا په داسې حال کې ده چې سعودي الاصله خبریال جمال خاشقجي د اکټوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عرب کنسولګرۍ ته ورغلی و، خو له هغه وروسته یې نه مړی معلوم دی او نه ژوندی. ترکي چارواکو ویلي، خاشقجي په کنسولګرۍ کې دننه وژل شوی، خو سعودي بیا وایي دا تورونه ورته د منلو وړ نه دي.