دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

سبا د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

نوومبر 3, 2019
in پوهنتون
0 0

سبا د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړی او د دغه وزارت د خصوصي پوهنتونو او موسسو له رياست سره په ۱۲۴مه مسلسله شمېره ثبت شوې ده چې اوسمهال په کندهار ولایت کې فعالیت کوي. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال محمد نسیم رسولي وایي، له لوړو زده کړو وزارت څخه یې د درې پوهنځیو جوازونه تر لاسه کړي، خو تر اوسه یې دوه پوهنځي فعال کړي دي. رسولي دغه راز وایي، د انجنیري، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو جوازونه لري، خو تر اوسه یې یوازې اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځي ته کسان جذب کړي او فعال کړي یې دي. دی زیاتوي، اقتصاد پوهنځی یې درې ډیپارتمنتونه (اداره او تجارت، ملي اقتصاد او بانک داري) لري. دغه راز  سبا د لوړو زده کړو موسسې د کمپیوټر ساینس پوهنځی هم درې ډیپارتمنتونه (سافټویر انجنیرنېګ، معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سيستمونه) لري.

یادې موسسې له پیله تر اوسه اووه متفرقه کانکور ازموینې اخیستې چې اوسمهال د دې موسسې د اقتصاد په پوهنځي کې ۷۵۶ محصلین او په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې بیا ۳۲۳ تنه محصلین لري چې ښځینه هم پکې دي. محمد نسیم رسولي وایي، سبا د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د ۱۵ ولايتونو لکه، ارزګان، بلخ، بغلان، تخار، پکتيکا، زابل، غزني، غور، کابل، کندهار، لغمان، ننګرهار، وردګ، هرات او هلمند څخه محصلان لري. دی وایي، د ورځې په دوو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي، خو په خبره یې چې تر اوسه پورې یې کومه دوره محصلین فارغ کړي نه دي.

د دې موسسې د استادانو او نورو اداري کارکوونکو شمېر د ۴۴ په شاوخوا کې دی چې د ښاغلي رسولي په خبره، ځینې استادان یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري. دی وایي، سبا د لوړو زده کړو موسسه په پام کې لري چې د موسسې په مالي لګښت په کور د ننه یا بهر کې د خپلو علمي کادرونو د ظرفيت لوړونې په موخه د ماسټر رسمي استادانو لپاره د دوکتورا او د لېسانس رسمي استادانو لپاره د ماسټرۍ زمينه برابره کړي. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال وایي، تر اوسه له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره علمي اړیکې یا هوکړې نه لري، خو په وینا یې په کندهار کې له دولتي او درې نورو خصوصي پوهنتونونو او موسسو سره او دغه راز په کابل کې له ابن سینا او خاتم النبیین پوهنتونونو سره پر هوکړو یې کار روان دی چې ډېر ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي او له یادو پوهنتونونو سره به هوکړې ولري چې له مخې به یې له یادو پوهنتونو سره خپلې تجربې شریکوي او د هغوی له تجربو به ګټه اخلي. تر څنګ به یې د دوی استادان او نور کار کوونکي د یادو پوهنتونونو له لوري په جوړو شویو سیمینارونو او ورکشاپونو کې برخه اخلي.

سبا د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره فزیکي او ډیجیټلي کتابتونونه لري چې محصلین کولی شي له دغو کتابتونو څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. رسولي وایي، په دواړو کتابتونو کې د فعالو پوهنځیو اړوند او نور د ازادې مطالعې لپاره ګټور کتابونه لري. د کتابتون ترڅنګ سبا د لوړو زده کړو موسسه مجهز کمپیوټر لب او د کنفرانس خونه لري. نوموړی وایي، دا چې تراوسه دوی کومه دوره محصلین نه دي فارغ کړي، نو د کارموندنې مرکز نه لري، خو په پام کې لري چې دغه ډول یو مرکز جوړ کړي تر څو وکولی شي له فارغېدونکو محصلینو سره د دندې په پیدا کولو کې مرسته وکړي. محمد نسیم رسولي وایي، وخت ناوخته د خپلو محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره ورکشاپونه او سیمینارونه دایروي.

په ټوله کې سبا د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره تخفیف لري، خو د رسولي په خبره، د ښځینه محصلینو لپاره اتیا سلنه، د معلولو محصلینو لپاره اویا سلنه او د پاتې نورو محصلینو وړتیاو ته په کتو پنځوس او شپېته سلنه تخفیف لري. دی وایي، له دې پرته په کندهار ولایت له یو شمېر امریتونو او ریاستونو سره د هوکړې له مخې هغه کسانو ته هم مناسب تخفیف ورکوي، چې له مسلکي لیسو فارغ وي او یا هم د دې ریاستونو او امریتونو لخوا دوی ته ور پېژندل شوي وي.

د سبا د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال د دولتي او خصوصي پوهنتونو د توپیر په اړه  وایي، معلومه خبره ده چې دولتي پوهنتونونه د امکاناتو، استادانو په ګومارلو او نورو برخو کې دولتي ملاتړ لري چې خصوصي پوهنتونونه یې نه لري، خو که خبره د تدریسي مېتود او نورو امکاناتو شي، بیا خصوصي پوهنتونونه تر دولتي هغو هم غوره دي؛ ځکه دوی له محصلینو څخه پیسې اخلي او په بدل کې یې غوره امکانات ورته برابروي او تر ډېره هڅه کوي چې په مارکېټ کې ښه نوم ولري او په دې برخه کې لا پر مختګ وکړي.

د دې موسسې اداره وایي، راتلونکي پلانونه یې دا دي چې لومړی خو به انجنیري پوهنځی فعال کړي؛ ځکه مخکې له مخکې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه جواز هم تر لاسه کړی او له هغه وروسته په پام کې لري چې د عامه ادارې پوهنځي جواز هم واخلي. ‎نوموړی وایي، د دې لپاره چې یوه موسسه پوهنتون ته ارتقا وکړي، باید پنځه پوهنځي ولري. د هغه په خبره، نو د دې موخې لپاره به کار کوي او د خپلو پوهنځيو شمېر به پنځو ته پورته کوي چې تر څنګ به یې په ټولو برخو کې د کیفیت لوړولو ته هم پام کوي. دی وایي، څه موده مخکې له لوړو زده کړو وزارت څخه ورته پلاوی لېږل شوی و چې په خبره یې د ارزونې پایلې یې هم مثبتې وې.

د دې موسسې د مشرتابه په خبره، اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالې دي، چې د تدریس چارې پکې د نږدې ۱۲ زره کادري غړو لخوا مخ ته وړل کېږي او په اداري او خداماتي برخه کې ۲۲ زره نور کسان په کار بوخت دي او په ډېره لوړه کچه پکې پانګونه شوې ده، نو لوړو زده کړو وزارت ته په کار ده چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور لاسنیوی وکړي او په هر اړخیزه توګه ورسره مرسته وکړي. رسولي وایي، هغه معیارونه چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونو لپاره ټاکلي، په ډېره لوړه کچه دي چې عملي کول یې ان په دولتي پوهنتونو کې چې د دولت هر اړخیز ملاتړ ورسره دی، ستونزمن دي. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت ته په کار ده چې په هر اړخیزه توګه له خصوصي پوهنتونونو سره مرسته وکړي، د محصلینو او استادانو د ظرفیت لوړولو او تحقیقي مرکزونو او سیمینارونو جوړولو په برخه کې یې ملاتړي واوسي. د نوموړي په خبره، لوړو زده کړو وزارت ته همدا راز په کار ده چې د ولایتونو دولتي پوهنتونونه په اړوند ولایت کې له خصوصي پوهنتونونو سره په ټولو برخو کې همکار اوسي او لارښوونه ورته وکړي.

Share6Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

جون 8, 2026

کابل کې؛ مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

جون 8, 2026

یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

جون 8, 2026

د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In