درملوګ کمپنۍ څه باندې ۸۶زره بایومتریک شوې رایې بې باوره اعلان کړې دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي درملوګ کمپنۍ دوی ته معلومات سپارلي دي او دغه کمپنۍ تر ۸۶زره ډېرې رایې بې باوره اعلان کړې دي. یادې کمپنۍ ویلي چې د تکراري سټيکر او انځور له امله دغه رایې باطلې اعلان شوې دي. خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی دغه رایې له سره شمېري. په دې توګه نو د پاکو رایو شمېره یو میلیون اته سوه زره او څلوېښت زره رایو ته رسېږي. د ټاکنول خپلواک کمیسیون زیاته کړې، سره له دې چې ددرملوګ کمپنۍ په کارونو کې ځنډ موجود دی، خو لا هم ددې امکان شته چې لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان کړل شي.































