ټرمپ وايي، دى په دې باور دى چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ښايي په وژنو کې لاس ولري. ډونالډ ټرمپ په يوه ټلوېزيوني مرکه کې هغه ادعا بيا تکرار کړه چې مسکو د امريکا په سياستونو کې لاسوهنه کړې ده. ټرمپ دا هم وويل چې نه پوهېږي د امريکا دفاع وزير جېمز مټيس پلان لري چې له خپلې دندې لېرې شي که نه؟ خو ده وويل دغه څلور ستوري لرونکى جنرال يو ډول ډيموکرات ورته ښکاري او احتمال لري چې له خپلې وظيفې لرې شي. ټرمپ دا خبرې د (CBS) ټلوېزيون له ۶۰ دقيقې پروګرام سره په مرکه کې کړي چې پرون خپره شوه. دا لا معلومه نه ده چې ټرمپ کومې وژنې يادوي چې شک کېږي پوتين په کې دخيل دی، خو د پوتین ګڼ منتقدان يا د مشکوکو زهرو په واسطه يا په مرموزو شرايطو کې وژل شوي دي.