سعودي عربستان وايي که د جمال خاشقجي د تري تم کېدو په سبب وګواښل شي، نو توند غبرګون به وښيي.
د سعودي دولتي ټلوېزیون د سعودي چارواکو خبرې خپرې کړې چې هر ډول اقتصادي ګواښ ته يې د ځواب ویلو سینه ډبولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی وو، که سعودي عربستان جمال خاشقجي وژلی وي، نو د خپل دغه کار درنه بيه به پرې کړي.
جمال خاشقجي عرب خبريال و چې په وروستيو کې يې د سعودي پر حکومت نقدونه کول.
نوموړی له تېرو څو ورځو راهيسې په ترکيه کې تري تم شوی او راپورونه وايي چې ښايي د سعودي کونسلګرۍ وژلی وي.
رسنیو ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري چې خاشقجي په ترکيه کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ننوځي، خو بېرته نه دی راوتلی.
په همدې حال کې ترکیه وايي، داسې اسناد يې موندلي چې د خاشقجي وژنه تاييدوي.
د ترکيې امنیتي سرچینې وايي، دغه عرب خبریال په کونسلګرۍ کې له سختې شکنجې وروسته وژل شوی او د بدن غړي يې پرې شوي دي.
جمال خاشقجي د سعودي شاهي کورنۍ ته نږدې شخص و، خو کله چې ملک سلمان خپل زوی محمد د وليعهد په توګه وټاکه، نو خاشقجي هم ناراضه شو او امريکا ته يې کډه وکړه.
هغه په وروستيو کې له خپلې ترکۍ ملګرې سره د واده لپاره دغه هېواد ته تللی و. ويل کېږي چې د سعودي کونسلګرۍ ته هم د خپلې کوژدنې د کوم کار د خلاصولو لپاره تللی و چې بيا راستون نه شو.