د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف له دې کبله غندلی چې په رقه ښار کې د داعش پر ضد د جګړې په ترڅ کې ولسي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په منلو یا په دې برخه کې په کافي اندازه څېړنو کې پاتې راغلی دی.
د سوریې پر رقه ښار د امریکا په مشرۍ ائتلاف له دې ښاره د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د ایستلو لپاره هوايي بريدونه کړي وو.
په هغه راپور کې چې پرون دوشنبه د بخښنې نړیوال سازمان خپور کړی ویل شوي، د ائتلاف دا اقدامات په رقه ښار کې د هغو ژوندي پاتې شويو پر مخ څپېړه ده چې هڅه کوي بېرته خپل ژوند جوړ کړي.
د بخښنې د نړیوال سازمان منشي کومي نایډو وايي: «دا ځوروونکې ده چې پنټاګون حتی دېته هم چمتو نه ښکاري چې د رقې په جکړه کې د سلګونو ملکیانو د وژنې له کبله بخښنه وغواړي.»
پنټاګون چې تر دې مخکې یې د بخښنې د نړیوال سازمان د څېړنو پر میتود نيوکه کړې وه، په سپټمبر کې په یوه بیان کې ویلي وو، دوی په خپلو هوايي بریدونو کې په پوره دقت د اهدافو په نښه کولو ته دوام ورکوي، څو په سیمه کې په ملکي خلکو او تاسیساتو د عملیاتو اغېزې تر ټولو کمې کچې ته ورسوي.