د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ښايي د خپلو مخالفینو په وژلو کې لاس ولري.
ټرمپ له «CBS» ټلوېزیون سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوتين رښتيا هم د خپلو منتقدينو په وژلو کې لاس لري، وويل: «ښايي هغه په دې وژنو کې لاس ولري».
که څه هم د پوتین ډېری منتقدان په مشکوکو مسمومیتونو او نورو مرموزو طریقو سره وژل شوي، خو سمدستي معلومه نه ده چې په دې مرکه کې د ټرمپ اشاره په کومو وژنو کې د روسیې د ولسمشر لاس لرلو ته وه.
په دې مرکه کې له ټرمپ څخه د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه وپوښتل شول او ده په ځواب کې وویل، هو مسکو په دې ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا استخباراتي ادارو او په دې اړه د څېړنو یوې ځانګړې کمېټې ویلي چې روسیې پر ټولنیزو شبکو د یو پراخ کمپاین او د ډیموکراټ ګوند د اسنادو د هک کولو له لارې د امریکا د ۲۰۱۶ ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ په پلوۍ د لاسوهنې هڅه کړې ده، خو روسیې دا تورونه رد کړي دي.
ټرمپ دغه راز د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس په اړه ویلي، دی ډاډه نه دی چې مټېس به پر خپله دنده پاتې شي.
ټرمپ زیاته کړه: «زه له مټيس سره ښه اړیکې لرم او دوه ورځې مخکې مو یو ځای ډوډۍ وخوړه. له هغه سره زما اړیکې ښه دي، خو که رښتیا ووایم نو هغه یو څه ډیموکراټ دی. کېدای شي چې خپله دنده پرېږدي. هر څوک یوه ورځ نه یوه ورځ خپله دنده پرېږدي، دا واشنګټن دی».
که څه هم مټيس ته د ټرمپ د کابینې د تر ټولو مستقل وزیر په سترګه کتل کېږي، خو په عین حال کې په داسې یوه اداره کې چې تر ټولو زیات بدلونونه پکې راغلي، هغه تر ټولو ثابت وزیر و.