د لوی فکر جادو کتاب د ارواپوهنې د بریالیتوب د څانګې اثر دی چې امریکایي روزونکي او ارواپوه ډاکتر ډېوېډ شوارتېز لیکلی دی. دا کتاب تازه له انګلیسي ژبې پښتو ژبې ته میراحمدیاد ژباړلی دی. یوه سریزه، دیارلس څپرکي او ۲۹۸ مخونه لري. د کتاب لیکوال لومړی د کتاب د ارزښت په اړه یادونه کوي او دا پوښتنه مطرح کوي چې د دغه کتاب لوستل تاسو ته څه در زده کوي؟ نوموړی زیاتوي چې د دغه اثر په لوستو سره به تاسو وکولی شی د خپل لوی او جادویي فکر په ځواک سره د غوره او نېکمرغه ژوند لاره خپله کړی. د دغه کتاب ډېر تمرکز پر دې دی چې مثبت فکر جوړ کړو، خو د مثبت فکر پر وړاندې د خنډونو د دفع کولو لپاره هم لازمې حللارې په واک کې راکوي. نوموړی د مثبت فکر پر وړاندې دوه عمده خنډونه چې وېره او غفلت دي، په هر اړخیزه ډول تشرېح کوي او د خلاصون لپاره یې پر عملي کېدونکو تاکتیکونو ټینګار کوي، څو د مثبت فکر په مرسته وکولی شو خپلو موخو ته ورسېږو. د کتاب په هر څپرکي کې د مثبت فکر د پیاوړي کولو لپاره علمي، کلي قاعدې او لازم تاکتیکونه څرګند شوي دي. په ټوله کې د دغه کتاب په لوستلو سره زموږ د فکر مثبته بڼه رامنځته کېږي، دا وړتیا مومو چې تل مثبت فکر وکړو او د مثبت فکر ګټې احساس کړو. پر ځان مو رښتینی باور پیاوړی کېږي، د نېکمرغه ژوند په خپلولو کې را سره مرسته کوي. همدارنګه موږ ته دا وړتیا راکوي چې د خپل ژوند د نېکمرغۍ تر څنګ، هغو اشخاصو ته هم مسلکي او مجربه مشوره ورکړی شو چې منفي افکارو یې د ښه ژوند مخه نیولې ده.
نوموړی لیکوال د کتاب په یوه برخه کې د فکر په اړه وایي چې د انسان ذهن د فکر فابریکه ده او هره ورځ زرګونه افکار تولیدوي. دا فابریکه د دوو کسانو له خوا مدیریت کېږي، یو یې «بریالی» نومېږي او بل «ناکام». بریالی په مثبت ذهني تولید بوخت دی او د تولید دلیل یې هم د انسان وړتیا، بریا او قوت دی. بل ناکام نومېږي او لګیا دی ټوله ورځ منفي او ځوروونکي تولیدات کوي. دی ستاسو د کمزوریو پر دلایلو کار کوي او مسلکي شعار یې دا دی چې: ماتې خورئ!
دواړه مدیران (بریالی او ناکام) ډېر منونکي دي او خپل کار ته په وخت راځي او په ډېره وړه اشاره خپلې چارې پرمخ وړي.
کتاب په ټوله کې د مثبت او لوی فکر کولو او جوړولو لپاره یوه مهمه او اړینه مطالعاتي مرجع ده.
بل خوا لیکوال په دې برخه کې نور کتابونه هم لیکلي دي، خو دغه کتاب یې څه باندې شپږ میلیونه ټوکه پلورل شوی دی. هېوادوال کولی شي د دغه کتاب انګلیسي بڼه او هم تازه چاپ شوې پښتو بڼه په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي او د هېواد له نورو مشهورو کتابپلورنځیو ترلاسه کړي.