چین او هند وايي د افغانستان د پرمختګ لپاره به خپلو ګډو همکاریو ته ادامه ورکړي. چین او هند پرون په نوي ډهلي کې د افغان دیپلوماتانو د روزنې ماموریت پیل کړ. دغه دواړه هېوادونه هڅه کوي چې په ګډه د افغان حکومت د کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړي. په نوي ډهلي کې د چین سفیر لو ژاویو ددغه پروګرام د پرانیستې پر مهال ویلي، چین او هند د افغانستان لپاره لومړنی ګډ کار پیل کړی دی. دده په وینا ددواړو هېوادونو لومړیو وزیرانو پرېکړه کړې وه، چې په افغانستان کې به ګډې پروژې پيلوي چې دا یې لومړی ګام و او په دې توګه به دواړه هېوادونه د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره نورې ګډې پروژې هم پرانیزي. دده په وینا چین تل غوښتي چې په افغانستان کې بنسټیزې پروژې پیل کړي او په دې توګه دغه مهمه سیمه امنه او پرمختللې شي. چین او هند په سیمه کې پر ډېری مسایلو اختلاف لري، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په اړه د نظر یووالی لري او ګډې پروژې پيلوي. چین د پاکستان ښه ملګری دی، خو برعکس هند بیا له دغه هېواد سره په خورا ډېرو ناندریو بوخت دی، نو دغه ډول اقدامات ښايي د اسلام اباد رخه هم وپاروي.