د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یوه عرب ژورنالېست د وژل کېدو په تړاو سعودي عربستان ته سفر کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو به په دغه سفر کې له عرب چارواکو سره وګوري او د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په تړاو به ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي. جمال خاشقجي عرب خبریال و، چې د سعودي عربستان پر اوسني حکومت یې ځینې نیوکې کولې. هغه له نړیوالو رسنیو سره په همدې اړه مرکې هم کولې. جمال څو اونۍ وړاندې کله چې له امریکا ترکیې ته ځي نو د سعودي عربستان په یوه قونسلګرۍ کې لادرکه کېږي. داسې تورونه شته دي چې د سعودي حکومت هغه وژلی دی او وروسته یې مړی لا درکه کړی دی. خو سعودي عربستان دغه تورونه تر دې دمه نه دي منلي او وایي چې د خاشقجي د ورکېدو په اړه به دوسیه مکمله کړي او وروسته به معلومات له خلکو سره شریک کړي.