ټاکنو کمېسیون وایي، د هېواد په اوو شمالي ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پروسې پر وړاندې د یوشمېر معترضینو مخالفت د دې لامل شوی چې په ټوله کې د بیا شمیرنې پروسه له خڼد سره مخ او د پایلو اعلان وځنډیږي. کمېسیون وایي، د ثبات او همګرایي ټاکنیز ټیم سره یې خبرې پیل کړې او هغه ولایتونه چې د رایو بیاشمیرنه پکې ولاړه ده د ستونزې د حل لپاره پلاوی استول شوی دی. د ټاکنو کمېسیون د دارلاانشا رییس حبیب الرحمن ننګ وایي، د کندهار او ننګرهار په ګډون په اوو شمالي ولایتونو کې دغه پروسه لانه ده بشپړه شوې، خو د پاتې نورو ولایتونو د رای شمېرنې پروسه پای ته رسېدلې. د ثبات او همګرایي ټاکنیز ټيم غړي وایي، ترهغو چې د دوی ټولې غوښتنې نه وي منل شوې د بیا شمېرنې پروسې ته اجازه نه ورکوي. پر همدې مهال پرټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، کمېسیون دې ژر تر ژره له نوماندانو سره د تفاهم له لارې دغه ستونزه حل کړي.































