د جیش العدل په نوم سني وسله والې ډلې د ايراني پوځيانو د تښتولو پړه پر غاړه اخيستې ده.
جيش العدل وايي دا کار یې له سنیانو سره د ایران د حکومت د بد چلند په غچ اخیستنې کې کړی دی.
په تښتول شویو کسانو کې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسدران ځينې غړي هم شامل دي. دوی د سه شنبې په ورځ د پاکستان – ایران تر منځ په پوله کې تښتول شوي دي.
د ایران د سپاه پاسدران په یوې اعلامیې کې چې د ایران دولتي ټلویزون هم خپره کړې، راغلي چې دا کسان د سیستان بلوچستان ایالت د میرجاوه په ښار کې تښتول شوي دي.
د «جیش العدل» په نامه د یوې سني ډلې ویاند ابراهیم عزیزي ویلي دي چې د دوی جنګیالیو د میرجاوه په سرحدي سیمه کې پر یوې پوستې برید کړی او ټول مهمات او وسلې یې هم له ځان سره وړي دي.
نوموړي په یو غږیز پیغام کې چې رویټرز اژانس ته یې استولی ویلي چې دا برید یې له سنیانو سره د ایران د حکومت د بد چلند له کبله کړی دی.
د ایران سیستان بلوچستان د دغه هېواد يو نا ارامه ولايت بلل کېږي او ایراني چارواکي يې د ناامنۍ ټوله پړه پر سني بیلتون غوښتونکو ور اچوي.
ایران ادعا کوي چې دا ډله په پاکستان کې پټنځایونه لري او خبرداری یې ورکړی که پاکستان یې پر ضد اقدام ونه کړي ایراني پوځیان به د پاکستان په خاوره کې ددغو اورپکوځالې په نښه کړي.