د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د تري تم شوي خبریال جمال خاشقجي د قضیې په اړه چې ګومان کېږي دوې اونۍ مخکې په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې وژل شوی، خبرې وکړې.
خاشقجي چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان له سختو منتقدینو و، دوې اونۍ مخکې په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته تللی و چې له پخوانۍ مېرمنې د طلاق سندونه لاسلیک او له نوې ترکۍ ملګرې سره د واده کولو لپاره اسناد ترلاسه کړي.
ترکي چارواکي وایي، غږیز او ویډیویي شواهد په لاس کې لري چې خاشقجي د کونسلګرۍ د ننه وژل شوی، خو ریاض بیا دا ادعا ردوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وړمه ورځ وویل چې د سعودي پاچا سلمان ورته ډاډ ور کړی چې د خاشقجي د ورکېدو د پېښې په اړه هېڅ معلومات نه لري.
ټرمپ ویلي، داسې ګومان کوي چې خاشقجي به د یاغي قاتلانو له خوا وژل شوی وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د دې قضیې د سپیناوي لټه کوي، د سعودي له پاچا سره له کتنې وروسته یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجبیر سره هم په دې اړه خبرې کړې.
د سعودي له پاچا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د مایک پامپیو د خبرو جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې پامپیو د سعودي عربستان له پاچا څخه د هغې ژمنې له امله مننه کړې چې د خاشقجي د تري تم کېدو په اړه د رښتینې او شفافې څېړنې په اړه یې کړې ده.
بل پلو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې پولیسو وړمه د سعودي د کونسلګرۍ دننه د زهرجنو موادو لټون وکړ.
ترکي رسنیو د اردوغان په حواله ویلي چې هغه د خپل ګوند پارلماني غړو ته په وینا کې وویل چې د ودانۍ دننه د زهرجن ګازو په شمول د ډېرو شیانو په اړه پلټنه وشوه او دغه مواد د وسایلو د بیا رنګولو په ذریعه له منځه وړل شوي دي.