د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې له ۷ زرو ډېر خلک د اېډز په ناروغۍ اخته دي، خو د عامې روغتیا وزارت دا شمېرې نږدې درې زره بولي او وايي دا ناروغي د کنټرول په حالت کې ده. په افغانستان کې د اېډز ناروغۍ لومړۍ پېښه درې لسیزې وړاندې په ۱۹۸۹ کې ثبت شوې او له هغه مهال راهیسې دې ناروغۍ له ۲۵۳ کسانو ژوند اخیستی. کارپوهان وايي، ایچ ای وي ویروس چې د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي داسې ناروغي ګڼل کېږي چې اسانه او بشپړه له منځه نه ځي خو د کنټرول وړ ده. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وايي، د اېډز ناروغي د مهارولو لپاره يي د عامه پوهاوي پروګرامونه او روغتیايي مرکزونه ډېر کړي دي.