د راتلونکې شنبې په ورځ افغانان د ولسي جرګې لپاره خپل استازي ټاکي. دا د طالبانو د واکمنۍ له را پرځېدو وروسته درېیم ځل دی چې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي. په ټاکنو کې د ځنډ له کبله د ولسي جرګې اوسنیو غړو د پنځه کلونو پر ځای اته کاله کار وکړ. د ملي یووالي حکومت څو ځله ټاکنې تر دې پلمې لاندې وځنډولې چې ټاکنیز سیسټم اصلاح کوي، خو نه ټاکنیز نظام اصلاح شو او نه هم هغه ژمنې عملي شوې چې په دې تړاو یې کړې وې. یوازې په ۹۰ یمه دقیقه کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له سختو فشارونو وروسته کمېسیون د ټاکنو په ورځ د رایه ورکوونکو د پېژندلو لپاره د بایومټریک سیسټم له کارولو سره هوکړه وکړه. په کومه بڼه چې د بایومټریک سیسټم د کارولو پرېکړه شوې، هم د ټاکنو بشپړه روڼتیا نه شي تضمینولی. که د هغوی د تخنیکي ستونزو په تړاو راپورونه رښتیا وي، بیا نو حتی په یوه محل کې هم د یوه کس له لوري د څو رایو د کارولو مخه نه شي نیولی.
ټاکنې له ټولو نیمګړتیاوو سره د افغانانو لپاره د خپلو استازو د غوراوي ښه فرصت دی چې باید ګټه ورڅخه پورته کړي. هر څومره چې ډېر خلک په ټاکنو کې ګډون کوي، په هماغه اندازه د دې ملي بهیر مشروعیت زیاتېږي. د ټاکنو د روڼتیا په تړاو د دولت او کمېسیون له اړخه د سیاسي ارادې نه شتون ته په کتو، خلک باید خپل مسوولیت یوازې د رایې په کارولو سره خلاص شوی و نه بولي. په هغه صورت کې چې ژوند ته یې ګواښ نه وي، ولس باید د رایې ورکوونکو تر څنګ د ټاکنو د بهیر څارونکی هم واوسي. دوی چې په دومره ترینګلو امنیتي شرایطو کې د یوه ستر ګواښ په منلو سره د ټاکنو مراکزو ته ځي او د خپلې ارادې تمثیل کوي، دا هڅه هم باید وکړي چې پر اراده یې معامله ونه شي.
دولت چې د ټاکنو له روڼتیا سره له مرستې یې اوس د خلکو تمه شکېدلې، لږ تر لږه باید د خلکو د خوندیتوب لپاره جدي هڅه وکړي. ټاکنې یو بشپړ ولسي بهیر دی او په کې ښکېل مطلق اکثریت خلک بې وسلې ملکي وګړي دي چې له ځانه د دفاع وړتیا هم نه لري. له همدې کبله هغوی په خورا اسانۍ هدف ګرځېدلی شي. د وسله والو طالبانو تر ګواښ وروسته په دې برخه کې د دولت، په ځانګړي ډول امنیتي ادارو مسوولیت نور هم ډېرېږي. طالبان ښايي له خپلې ژمنې سره سم د دغه ملي بهیر د تخریب وروستۍ هڅه وکړي. د دغه ولسي بهیر پر مهال، په ځانګړي ډول د ټاکنو په ورځ، د ملي امنیتي ځواکونو کوچنۍ بې غوري او تېروتنې هم د سترې فاجعې لامل کېدای شي. له همدې کبله باید افغان امنیتي ځواکونه په دې ورځ له استثنايي احتیاط او مسلیکتوب نه کار واخلي.