د اوکراین پوځ وایي، د یوې اوکراینۍ جیټ الوتکې د غورځېدو پېښه کې یې دوه پیلوټان وژل شوي دي. د اوکراین د پوځ په وینا دا پېښه د سه شبنې په ورځ مازدیګر مهال د ناټو له هوایي ځواکونو سره د ګډو پوځي تمریناتو په ترڅ کې رامنځته شوې ده. تر اوسه د الوتکې د غورځېدو لامل معلوم نه دی او دا هم لا څرګنده نه ده چې پیلوټان د کوم هېواد وګړي وو. په ورته وخت کې په اورپا کې د امریکا پوځ ویلي چې یو نظامي یې په دې پېښه کې دخیل و، خو تر اوسه په دې پېښه کې د کوم امریکایي مړینه تایید شوې نه ده.