یوه امریکایي لیکوال اریک مارګولیس په یوه مقاله کې لیکلي امریکایانو زرګونه افغانان په یوه بې هدفه او دروغجنه جګړه کې وژلي دي. د نوموړي په وینا دا ډېر ستر شرم دی چې امریکا د خپلو دروغو لپاره د افغانانو پر ودونو، جوماتونو او کورونو بریدونه وکړل. نوموړی وایي د شوروي ضد جګړې ډېری جنګي مجرمین د امریکا تر څنګ ولاړ و خو امریکايي چارواکو د ترهګرو تر نامه لاندې پر طالبانو او د عامو افغانانو پر کورونو بریدونه کول. په دغه مطلب کې راځي اوس ښکاري چې امریکایي چارواکو زرګونه طالبان، افغانان، امریکايي عسکر او د نورو هېوادونو سرتېري په یوه نامعلومه او بې هدفه جګړه کې وژلي دي. اریک دغه جګړه د امریکا لپاره شرموونکې بولي او په وینا یې امریکایان باید د خپلو کړنو له امله د شرم احساس وکړي.