د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې هند د خپلو همکاریو پر دوام له افغانستان سره یو زر او ۹۹۸ مټریک ټنه دال نخودو مرسته کړې ده. د هند د یادو مرسته شویو دال نخودو لومړنۍ جوپه د چابهار له لارې افغانستان کابل ته را رسېدلې او اوس د کرنې وزارت په واک کې دي. نوموړي وویل، دا دال نخود به په کابل، زابل، نیمروز، هرات او کندهار ولایتونو کې زیرمه او د اړتیا په وخت کې به خلکو ته ووېشل شي. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې هم هند له افغانستان سره د ۱۱۰ زره مټریک ټنه غنمو مرسته کړې، چې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې زیرمه شوي دي.