هند کې د مذهبي مراسمو پر مهال د خلکو یوه ډله چې د اورلوبې سیل یې کاوه، ریل ګاډي وهلي او ۵۰ تنه یې وژلي دي. دا پېښه پرون په امرتسر کې رامنځته شوې ده. په امرتسر کې د هند د کانګرس ګوند استازي پرناب سنګ باجوا ویلي، چې خلک د ریل ګادي پر پټلیو د اورلوبي سیل ته راغونډ شوي او پرته له دې چې د ریل ګادي غږ واوري د دسهري مذهبي مراسمو پر مهال ریل وهلي دي. دا په هند کې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده. د هندي چارواکو په وینا په هند کې په کلني ډول ۱۵ زره کسان د ریل ګاډي په پېښو کې مري.