یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه پرته د ټولي

د ۲۰۲۰م کال د رارسېدو په درشل کې د نوي ميلادي کال په مناسبت د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مبارکۍ وينا

د چین نړیوالې راډیو پښتو څان

دسمبر 31, 2019
in پرته د ټولي, نړۍ
0 0

ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو!
۲۰۲۰م کال به ژر راورسېږي، زه د چين له پلازمينې بېجينګ څخه تاسو ته د نوي کال په مناسبت مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کوم.
په ۲۰۱۹م کال کې زموږ تر کوښښونو او هڅونو لاندې زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي او د پرمختګ په لاره کې مو کلک ګامونه پورته کړي دي. په همدې کال کې ښه کيفيت لرونکی پرمختګ موندل شوی او د اټکل له مخې به د چين د کورنيو توليداتو عمومي حجم يو لک مليارډو ژن مين بي يوانو ته او د هر کس پر سر دغه اندازه به لس زره امريکايي ډالرو ته ورسېږي. د هېواد د پرمختګ په دريو برخو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د بېجينګ، تيان جين او هه بې ترمنځ د ګډ پرمختګ، د يانګ ځه سيند په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د پرمختګ، د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج د ابادۍ او د يانګ ځه سيند د مثلثې ځمکې د ګډ پرمختګ په شمول لايحې د چټک پرمختګ په حال کې دي او د ژېړ سيند په اوږدو کې د ايکولوژيکې ساتنې او د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ لايحه د ملي ستراتيژۍ په توګه ګرځېدلې ده. د دې ترڅنګ به د چين په کابو ۳۴۰ ولسواليو کې څه باندې ۱۰ مليونه کسان له بې وزلۍ څخه ووځي. د چانګ عر څلورم نمبر سپوږمکۍ د سپوږمۍ په شا يعنې ځمکنې کرې ته د سپوږمۍ په ليرې خوا کې کښته شوه چې دا د بشريت په تاريخ کې لومړی ځل و. د درېيمې ازموينې لپاره د چانګ جنګ پنځم نمبر وړونکي راکټ په بريالۍ توګه وتوغول شو. د شيو لونګ دوهم نمبر علمي پلټونکې بيړۍ د لومړي ځل لپاره د ځمکنې کرې جنوبي قطب سيمې ته ورسېده. د بې دونګ په نامه د لارښوونکو سپوږمکيو نړيوال سيستم د جوړېدو بهير وروستۍ مرحلې ته ننووت. په سوداګريزه ساحه کې د 5G مخابراتي شبکې د کارولو ګامونه په چټکه توګه پورته شوي دي. د بېجينګ د دا شينګ نړيوال هوايي ډګر په کار پيل کړی دی. ياد برياليتوبونه په نوې زمانه کې د هڅوونکو کارګرو د وينو او خولو نښې او پايلې دي او له دې څخه د چين سترې بڼې او قوتونه څرګندېږي.
په تېر کال کې د اصلاحاتو او ورخلاصون پر اساس د چين د پرمختګ لپاره مثبت خوځنده ځواک رامنځته شوی دی، د چين د کمونېست ګوند او دولتي ارګانونو اصلاحات په بريالۍ توګه تر سره شوي، په چين کې د ازادې سوداګرۍ زياتې ازمويښتې حوزې او د شانګهای د ازادې سوداګرۍ په ازمويښتې سيمه کې نوې حوزه جوړه شوه، علمي او تخنيکي نوښت چټک پرمختګ موندلی دی، د هېواد په قلمرو کې د تعرفو او لګښتونو د کمښت عمومي اندازه له ۲۰۰۰ مليارډو يوانو څخه زياته شوې ده. د دې ترڅنګ، په همدې کال کې د هر کس پر سر د مالياتو د اخيستلو د مبدأ ټکی لوړ شوی، د زياتو قلمو درملو بيې ټيټې شوې، د مخابراتي شبکې سرعت چټک شوی او بيه يې ټيټه شوې، د کټه ګوريو له مخې د کثافاتو د پاکولو پر اساس د کاربن د ايستنې اندازه کمه شوې او د بېلا بېلو ځايونو پر ابتدايي چارواکو باندې کاري دندې او فشارونه هم کم شوي دي. د چين په ګوټ ګوټ کې نوي بدلونونه او بڼې ليدل کېږي.
په تېر کال کې د چين د ملي دفاع چارو او اردو اصلاحات هم په جدي توګه روان وو او په نوې زمانه کې د ولسي اردو نوې قوي بڼه څرګنده شوې ده. د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې په پار مو رسم ګذشت تر سره کړ، د سمندري پوځ او د هوايي پوځ د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې په هکله مو فعاليتونه تر سره کړل او د نړيوالو سرتيريو د اوومې دورې سپورتي لوبې مو تر سره کړې. د الوتکه وړونکې بيړۍ چې د لومړي ځل لپاره د چين لخوا جوړه شوې، په رسمي توګه د اردو په واک کې ورکړل شوه. ولسي سرتيري تل د هېواد د ساتلو لپاره د فولادي او اوسپنيز ديوال په شان رول لوبوي، نو راځئ چې د هېواد يادو ساتونکو ته درناوی وړاندې کړو.
د يادونې وړ ده چې په ۲۰۱۹م کال کې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې مراسم تر سره شول. د دې ترڅنګ مو د هغو برياليتوبونو لپاره تودې چکچکې وکړې چې د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته په تېرو اوياوو کلونو کې تر لاسه شوي دي. د دې ترڅنګ د وطن پرستۍ د دومره قوي قوتونو شتون پر موږ ډېره ژوره اغېزه کړې. په رسم ګذشت کې عسکري ډلګۍ غښتلې او قهرمانې وې او عامو وګړيو هم د خوښيو ډکو لاريونونو کې ګډون وکړ. په همغه وخت کې تيان ان من ميدان خوشحالۍ پر سمندر بدل شوی و. د چين ځمکې د سور رنګ جامې اغوستې وې او د هر کس پر مخ باندې وياړلې خندا خورا وه. د (زه او زما وطن) په نامه سندره د هر کس په خوله وويل شوه. د وطن پرستۍ په احساساتو سره مو اوښکې توی کړې او د وطن پرستۍ پر اساس مو د ملت بام جوړ کړ. داسې ټول احساسات د نوي چين د ساتنې او په نوې زمانه کې د کوښښونو څپې دي او موږ ته يې ډېر قوت راکړی دی.
له تېر کال راهيسې مې د چين له زياتو ځايونو څخه ليدنې کتنې وکړې. د شيونګ ان د نوې حوزې د ابادۍ لايحه د پلې کېدو په حال کې ده، د تيان جين بندر ښه کار کوي، د بېجينګ شاوخوا سيمه سمسوره ده، داخلي مغوليستان ښکلی او په زړه پورې دی، د هه شي لرغونی دهليز له زرګونو کلونو څخه په تېرېدو سره بيا سمسور شوی دی، ژېړ سيند ارام بهېږي او خلک د هوانګ پو سيند پر دواړو غاړو ښه ژوند کوي. د چين په ګوټ ګوټ کې سمسور انځورونه ليدل کېږي. دغه راز، ما د چين د انقلابي تاريخ او لارې له مخې د خپلې اصلي موخې د تر سره کولو لپاره کوښښ کړی دی. د جيانګ شي ولايت د يو دو په سيمه کې د اوږد مارش د شروع له ځای، د هه نان ولايت د شين شيان په ولسوالۍ کې د هو بې، هه نان او ان هوې ولايتونو د انقلابي سيمې د پخواني مرکز له انقلابي موزيم، د ګان سو ولايت د ګاو تای سيمې د انقلابي ځواکونو د لويديځ ځواک د يادګيرنې له څلي او د بېجينګ د شيانګ شان غره د انقلابي يادګيرنې له ځای څخه د ليدنې پر وخت مې خپله اصلي موخه او دنده پيدا کړه چې دا په نوې زمانه کې د نوي اوږد مارش په لاره کې د ګام پورته کولو خوځنده ځواک دی.
د پخوا په شان مې د بوختو کارونو تر څنګ په کليوالو سيمو کې د ولسونو حال احوال پوښتنه وکړه. هغوې راته زياتې خبرې وکړې او يادې خبرې زما په زړه کې پاتې دي. د يون نان ولايت د ګونګ شان په غرني سيمه کې د دو لونګ قوم خلکو، د فو جيان ولايت د شوه نينګ ولسوالۍ د شيا دانګ په کليو کې ولسونو، د وانګ جې په نامه عسکري ټولګي کې ټولو سرتيريو، د بېجينګ د سپورټ پوهنتون د ماسترۍ په کچه د اتلولۍ مډال د اخيستونکو په ټولګي کې ټولو محصلينو، د مکاو ماشومانو او زړو داوطلبانو راته ليکونه واستول. ما دوی ته د ځواب ورکولو په ليکونو کې د دوی لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه او نيکې هيلې مې ورته وړاندې کړې.
په تېر کال کې مو په ډېرو پېښو کې د زياتو کسانو سرښيندنې احساس کړې. جانګ فو چينګ د خپلو افتخارونو په پټولو سره د خپلې اصلي موخې د تر سره کولو لپاره کوښښ کړی، هوانګ وين شيو د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره خپل ټول عمر کوښښ کړی، د سه چوان ولايت په مو لي سيمه کې ۳۱ اتلان د اور وژونکو لپاره قرباني شوي، دو فو ګوه د خپلو جنګي ملګرو د ساتلو لپاره ټپي شو، د چين د واليبال ملي لوبډلې په يوولسو مسلسلو مسابقو کې د برياليتوبونو پر اساس د نړيوالې اتلولۍ لومړی مقام تر لاسه کړ. بر سېره پردې، زيات نور اتلان چې نومونه يې موږ ته نه دي ياد، د عام وګړي په توګه سترې چارې تر سره کوي.
په ۲۰۱۹م کال کې چين په پر له پسې توګه نړۍ ته د روغبړ غېږه ورکړه. موږ د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دوهم سرمشريز فورم، د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون، د اسيا د تمدنونو ترمنځ ډيالوګ او د چين د وارداتو نړيوال نندارتون ترسره کړ چې له دې څخه نړۍ ته د چين مدنيت، ورخلاصون او جامعيت څرګند شوی دی. دغه راز، ما د زياتو هېوادونو له مشرانو سره کتنې وکړې او ورسره مې د چين دريځ شريک کړ. زموږ ترمنځ دوستۍ پياوړې شوې او ګډې نظريې ژورې شوې دي. لا زياتو هېوادونو له چين سره رسمي اړيکې ټينګې کړې چې ټول شمېر په نړۍ کې ۱۸۰ هېوادونوته رسېږي. زموږ دوستان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دي.
۲۰۲۰م کال د چين لپاره د پړاو د نښې په شان مهم اهميت لري. په دې کال کې به موږ په هره ساحه کې سمسوره ټولنه جوړه کړو او د چين لومړۍ سل کلنه موخه به تر سره کړو. همدارنګه، ۲۰۲۰م کال د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره کليدي کال دی او په دې جنګ کې د هوجوم اشاره غږول شوې ده. موږ بايد د ستونزو په ليرې کولو سره ګډ کوښښونه وکړو او بايد د اړوندو کارونو بنسټ کلک کړو، تر څو د بې وزلۍ د له منځه وړلو په جنګ کې برياليتوب تر لاسه کړو او د پلان له مخې هغه موخه تر سره کړو چې په کليوالو سيمو کې ټول کسان او ټولې ولسوالۍ له بې وزلۍ څخه ووځي.
څو ورځې مخکې مې چين ته د مکاو د حاکميت د بېرته اخيستلو د ۲۰مې کالیزې د لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ. زه د مکاو د سمسورتيا له امله خوشحاله يم. د مکاو له برياليتوب څخه څرګندېږي چې په يو هېواد کې دوه سياسي نظامونه پلي کېدای شي. په تېرو څو مياشتو کې د هانکانګ حالات د پاملرنې وړ وو. که همغږي او ثابت چاپيريال نه وي، خلک به ښه او نيکمرغه ژوند ونه لري. هيله لرم چې هانکانګ او د هانکانګ وطنوال به لا ښه شي. د هانکانګ سمسورتیا او ثبات د هانکانګيانو ګډ نيت دی او د هېواد د ټولو وطنوالو اميد هم دی.
تاريخي سيند څپه په څپه پرمختګ کوي. څپې يې کله ارامې وي او کله د غره غوندی لوړې وي. موږ له هيڅ باران او باد او له هيڅ ستونزې څخه وېره نه لرو. چين به په ټينګه د سوله ييز پرمختګ په لاره کې ګام پورته کړي او د نړيوالې سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره به کوښښ وکړي. موږ غواړو د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د يو کمربند او يوې لارې د ګدې ابادۍ، د بشريت د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو او د بشريت د ښه راتلونکي د پرانيستلو لپاره ګډې هڅې وکړو.
په دې وخت زيات کسان په خپلو کارونو بوخت دي، زيات کسان د سولې د ساتلو لپاره کوښښ کوي او زيات کسان زخمت ګالي، تاسو دې ستړي نه شئ!
موږ بايد د ۲۰۲۰م کال د هر کلي لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړو.
نوی کال مو مبارک شه!

Share26Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In