سعودي عربستان له دوو اونیو وروسته ومنله چې عرب خبریال ددوی په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی. د سعودي عربستان سترې محکمې ویلي ددوی پلټنې ښيي، چې جمال خاشقجی په ترکیه کې ددوی په کونسلګرۍ کې له څو کارکوونکو سره د فزیکي شخړې پر مهال وژل شوی دی.د سرچینې په وینا په پېښه کې اتلس ښکېل او شکمن کسان نیول شوي او دوه لوړپوړي عرب چارواکي له دندو ګوښه کړل شوي دي. جمال د سعودي د اوسني حکومت پر پالیسیو نیوکې کولې او ولیعهد یې غیر قانوني باله. هغه څو اونۍ وړاندې ترکیې ته ځي او د سعودي عربستان یوې کونسلګرۍ ته د مراجعې پر مهال په دغه کونسلګرۍ کې وژل کېږي. سعودي تر پرون پورې د هغه وژل کېدل رد کړي وو خو نن یې منلې چې دغه خبریال ددوی په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی. د جمال مړی لا هم نه دی موندل شوی او د عربستان حکومت وایي د څېړنو پایلې به وروسته شریکې کړي.