د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د اوبو مدیریت او اوبو سرچینو ملي ادارې ویلي په ایران کې د اوبو کمښت د جدي اندېښنې وړ دی. ددغه ادارې په وینا ورښتونه کم شوي دي، اوبه ټيټې دي او د یوې خطرناکې وچکالۍ د رامنځ ته کېدو وېره شته ده. دغه ادارې ویلي چې د ایران په ډېری بندونو کې د اوبو کچه په بې ساري توګه ټيټه شوې ده. ادارې د مثال په توګه د زاینده رود په نامه د یوه بند یادونه کړې ده. په دغه بند کې پخوا د اوبو کچه دوه نیم میلیارده متره مکعبه وه خو اوس ۳۱۸ میلیونه متره مکعبه اوبه پکې موجودې دي. دغه بند د اصفهان، یزد، کاشان او په دې مسیر د پرتو سیمو د څښاک او زارعت اوبه تامینوي. د ایراني چارواکو په وینا د اوبو د کچې په ټېټدو سره به دغه ټولې سیمې له جدي خطرونو سره مخ شي.