د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي غواړي له مسکو سره هغه اټومي تړون لغوه کړي چې په ۱۹۸۷ کال کې ددواړو هېوادونو ترمنځ شوی دی. ددغه تړون له مخې روسیه او امریکا نه شي کولی منځني واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي او یا یې وازمويي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي ددوی د معلوماتو له مخې مسکو دغه تړون نقض کړی دی او په ډېری مواردو کې یې دغه ډول توغندي جوړ کړي او ازمویلي دي. یاد اټومي تړون په ۱۹۸۷ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګان او د روسیې د ولسمشر میخایل ګورباچف تر منځ لاسلیک شوی دی. ددې تړون په لغوه کېدو سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلې شي. روسیې بیا ویلي چې دوی تړون ته ژمن دي او د امریکا دغه ډول تورونه بې بنسټه دي.