په ترکیه کې د ۸.۸ رېښتر کچې تر وژونکي زلزلې وروسته چې ویل کېږي له امله یې ۲۲ کسان مړه او تر ۹۰۰ ډېر ټپیان شوي دي، ژغورونکي ډلې د خپلو معلوماتو پر بنسټ وایي چې تر اوسه لږ تر لږه ۳۰ کسان تري تم هم دي. د ترکیې له طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وایي، دې زلزلې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ایلازیګ ولایت کې اړولې ده او په همدې ښار کې یې دېرش ودانۍ ویجاړې کړې دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي، دوی ټولو اړوندو ادارو ته امر کړی دی چې هر څه ژر ځپلو سیمو ته لاړ او اغېزمنو خلکو سره اړینې مرستې وکړي. په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پر خپل ټویټر پر یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله غمرازي څرګنده کړې ده.