د رسنیو د راپورونو له مخې د نایجیریا په یوه ښار کې د مسیحي او مسلمانو ځوانانو ترمنځ نښته شوې ده. په دغه نښته کې پنځه پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د نایجریا حکومت ویلي چې تر دې دمه یې ددې نښتو په تړاو ۲۰ کسه نیولي هم دي. بل پلو حکومت په ښار کې په ګرځېدو را ګرځېدو بندیز لګولی دی او دا مسئله یې د جدي اندېښنې وړ بللې ده. د نایجیریا ولسمشر ویلي چې د مذهبي ډلو ترمنځ نښتې په دې وروستیو کې اوج ته رسېدلې دي او دا یې د هېواد ملي امنیت ته ستر خطر جوړولی شي.