د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د تخار ولايت نا امنۍ تر ډېره د زورواکو او نشه یي توکو د قاچاقبرانو له امله دي او ولایتي اداره بايد د دوى پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او ورسره پلاوي یې شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د تخار ولایت مرکز تالقان ته ولاړ او هلته یې د ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره د ولایت د امنیتي وضعیت د ارزیابۍ او بهبود په اړه امنیتي جلسه وکړه. محب ویلي، چې د تخار نا امنۍ تر ډېره د زورواکو او نشه یي توکو د قاچاقبرانو له امله دي او ولایتي اداره دې ددې دوو ډلو پر ضد تحرکات زیات کړي. هغه زیاته کړې، جګړه باید د باعزته سولې د راتلو په پایله کې له منځه ولاړه شي او په ترڅ کې یې افغانان باید قرباني نه شي.