د عراق د کرد مېشتې سيمې واکمن ګوند د کردستان ډيموراټيک ګوند په تېرو ټاکنو کې زياتې څوکۍ ګټلي دي.
د سيمې ټاکنیز کمېسيون وايي، د سپټمبر مياشتې په ټاکنو کې د مسعود بارزاني ګوند ٤٥ څوکۍ او د کردستان هېوادپال ګوند ٢١ څوکۍ ګټلې دي.
دا ټاکنې چې د سپټمبر مياشتې په ٣٠ مه ترسره شوې، نتايج يې تېره شنبه وروسته له هغې اعلان شول چې د ټاکنو کمېسيون د زرو ټاکنیزو سرغړونو په اړه د شکايتونو څېړل بشپړ کړل.
د کردانو تر ټولو لوى مخالف ګوند «د بدلون غورځنګ» په دغو ټاکنو کې ١٢ څوکۍ ګټلې دي.
د عراق د بېلتون غوښتونکې سيمې کردستان پارلمان ١١١ څوکۍ لري چې ١١يې د اقليت ډلو لپاره ځانګړې شوې دي.
د کردستان ډيموکراټيک ګوند او د کردستان هېوادپال ګوند چې په ١٩٩٠يمو کلونو کې په خپلو کې په جګړو کې بوخت وو، په وروستيو کلونو کې د قدرت شريکولو لپاره د ائتلافونو په جوړولو هوکړې ته ورسېدل.