د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، غواړي امریکا له روسیې سره د ۱۹۸۷ ز کال له شوي توغندیز تړونه وباسي.
ټرمپ ویلي، مسکو د دغه تړون څخه سرغړونه کړې او د شوې هوکړې خلاف یې د دغو توغندیو ازموینو ته دوام ورکړی، خو کرېملین بیا دغه تورونه ردوي.
د ای اېن اېف په نوم د منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د مخنیوي دغه تړون په ۱۹۸۷ ز کال کې د ولسمشر رونالډ رېګن او د شوروي اتحاد د وروستي مشر میخایل ګورباچوف له خوا لاسلیک شو او موخه یې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو له منځه وړل وو.
ټرمپ وايي چې روسیې د خپلو توغندیو د نوي نسل په ازمویلو سره دغه تړون زیانمن کړی دی.
د شوي تړون له مخې دواړه هېوادونه د ۵۰۰ کیلو مترو لنډ واټن او ۵۵۰۰ کیلو مترو منځني واټن ویشتونکو توغندیو له ازمویلو منعه شوي دي.
تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم ګواښ کړی و چې امریکا له دغه تړونه وباسي، خو د اروپايي ملګرو په ټینګار له دې پرېکړې په شا شو، ځکه هغوی اندېښمن و چې د دغه تړون ختمېدل به اټومي جنګ ته لار برابره کړي.
ټرمپ ویلي، امریکا روسیې ته دا اجازه نه ور کوي چې خپل اټومي فعالیت وکړي، هغه هم په داسې مهال چې «موږ خپل ځان منع کړی دی.»
بل خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، چې امریکا «د یو قطبي نړۍ» د خوب رښتیا کولو لپاره دغه کار کوي، داسې نړۍ چې امریکا به پکې یوازې ستر قدرت وي.
مسکو د خپلو توغندیو د نوي نسل په هکله لږ معلومات خپاره کړي، خو ټینګار کوي چې د دغو توغندیو ازمویل له امریکا سره شوی تړون نه زیانمن کوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ویلي و چې امریکا غواړي له دغه تړون ووځي، ځکه چې د دغه تړون شتون په ختیځه اسیا کې د چین پوځي پراختیا سره د مقابلې خنډ بولي.
ټاکلې شوې ده چې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن به په مسکو کې له روسي چارواکو سره په لیدنه کې له دغه تړون د خپل هېواد وتل اعلان کړي.