دا مېوه په الوتکه کې لومړی ترکیې او له هغه ځایه بیا څلور ورځې وروسته، لندن ته رسول شوې ده. پانګه وال وايي تمه لري هره اوونۍ یوه جوپه مېوه د لندن مارکیټونو ته له کابله ولېږدوي. بهرنیو هېوادونو ته د دې ډول مېوو د لېږلو له نیمايي ډېر لګښت افغان حکومت ورکوي، ځکه غواړي بهر کې خپل تولیدات په خلکو وپېژني او بازار ورته پیدا کړي. افغان حکومت د خپلو سوداګریزو مالونو د صادرولو لپاره د هند، ترکیې او اروپايي هېوادونو په ګډون ډېرو هغو ته هوايي لارې پرانیستې دي. لومړۍ هوايي لاره د ۲۰۱۷ کال په جون کې پرانیستله شوه او له هغه راهیسې بهر ته ۱۸۰ الوتنې شوې، چې د څه باندې ۶۰ میلیونو ډالرو توکي یې صادر کړي دي.