د بلوچستان ځايي خلک او ملتپال ګوندونه وايي د پنجاب حکومت ددوی د کانونو او زېرمو په اړه پرېکړه نه شي کولی، ځکه دا ددوی خپل ملکیت دی او په اړه یې باید پخپله پرېکړه وکړي. له همدې امله ډيری وخت بلوڅ بېلتونپال د کانونو کارکوونکو او استخراج کوونکو کمپنیو ته هم ستونزې جوړوي. د بلوچستان د ایالتي اسامبلې غړې ثنا بلوڅ بیا ویلي چې ځايي صوبايي حکومت باید په دې اړه پرېکړه وکړي. د نوموړې په وینا د پاکستان د قوانینو له مخې صوبايي حکومتونه واک لري چې د خپلو زېرمو او کانونو په اړه پرېکړه وکړي او هوکړې لاسلیک کړي، نو په دې برخه کې مرکزي حکومت مداخله نه شي کولی. بلوڅ ویلي پاکستاني حکومت له چین سره د سرو زرو او مسو د کان تړون لاسلیک کړی چې د قانون خلاف دی او یوازې صوبايي حکومت ددې کار پرېکړه کوي.