په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په کابل کې د افغان ځواکونو د تروریزم ضد مبارزې څانګې نه د لیدلو پر مهال د تاوتریخوالي کموالي مرحلی هرکلی کړی دی. مېلر ویلي، دوی هڅه کوي چې تاوتریخوالی نور هم کم کړي او په وینا یې د تاوتریخوالي کمښت مرحلې سولې ته د افغانانو هیله مندي زیاته کړې ده او دا مثبت پرمختګ دی. نوموړي ویلي، دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي او په وینا یې، افغانان باید پر خپلو ځواکونو وویاړي ځکه دا د هغوی هڅې دي چې نن د تاوتریخوالي کمښت شاهدان یو او تمه ده چې دا مرحله د یو تلپاتې اوربند سبب وګرځي. په ورته وخت کې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم هیله ښودلې چې د تاوتریخوالي کمښت پروسه به په هېواد کې د اوربند او تلپاتې سولې لامل شي.