د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې دا وژنه لویه تېروتنه بللې، خو په دې پېښه کې یې د ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل رد کړي دي. سعودي د دې پېښې د وضاحت لپاره له نړیوال فشار سره مخ دی او تر دې مخکې یې ویلي و، چې خاشقجي ژوندی دی. جمال خاشقجي له افغان-شوروي جګړې خبریالي پیل کړه او له تېر کال راهیسې یې واشنګتن پوسټ ته لیکنې کولې. هغه د اکتوبر په دویمه د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته تر ورتګ وروسته وژل شوی دی. ترکي چارواکي باوري دي چې دغه خبریال د سعودي د ځانګړې استخباراتي کړۍ له لوري وژل شوی دی.