د راپورونو له مخې یادو دواړو لورو اوږده موده پر دې پروژه کار کړی دی او دغه سفر به په ۱،۵ میلیارده ډالره پرېوځي. ددواړو لورو ګډ کاري ټيم ویلي چې دغه سپوږمکۍ به د عطارد مدار ته ننوځي او هلته به خپلې څېړنې کوي. عطارد لمر ته تر ټولو نږدې سیاره ده، چې د همدې نږدې والي له امله ددغه سیارې د تودوخې کچه د ۱۸۰ او ۴۳۰ سانتي ګراد ترمنځ ده. دغه سپوږمکۍ داسې عیاره شوې چې د عطارد له حرارت سره ځان برابروي او کولی شي په ډېر حرارت کې هم خپل کار ته ادامه ورکړي. تر دې وړاندې د امریکا فضايي ادارې یا ناسا هم یوه سپوږمکۍ دغه سیارې ته لېږلې وه او څلور کاله یې هلته تحقیقات وکړل.