د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو په ترڅ کې د بندرونو د تړل کېدو له امله نږدې ۲۰۰ په تازه مېوو بار موټر د تورخم په دروازه کې ولاړ دي او سلګونه ټنه انګور یې له منځه تللي دي. د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، دغه لاره د پنځو ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، چې له امله يې د تازه مېوو صادروونکو ته ۰،۶ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی. د ده په خبره، اوس مهال په افغانستان کې د انګورو د حاصلاتو وخت دی، خو په لویو لارو کې د ستونزو له امله سوداګرو او بڼوالو ته زیانونه رسېږي.