د پکتيا ولايت بزګران او بڼوال شکايت کوي چې زرګونه ټنه مڼې يې همداسې پاتې دي او د پلور لپاره ورته بازار نشته. دوی وايي د مڼو حاصلات يې ښه دي خو د خرابېدو له وېرې یې په ډېره ټيټه بیه پلوري. د مرکز ګردېز د مڼو يوه بڼوال منګل ويلي، د پکتيا مڼې څو ډوله او زيات حاصلات لري، خو د بازار او د ساتنې لپاره يې د سړو خونو نه لرلو له امله په ټيټه بيه پلوري. هغه وايي کال په کال د مڼو حاصلات ډېرېږي خو حکومت یې د ساتنې او ستونزو حل ته هېڅ توجه نه ده کړې. په دې اړه د پکتيا د کرنې رييس احمد وليد تسل ويلي، سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا شل زره ټنه مڼې توليد شوې چې ډېری يې په سيمه ييزو بازارونو کې په کمه بيه پلورل کېږي. تسل زیاتوي، چې مڼو ته د بازارموندنې په اړه يې له ولايت مقام او سوداګریزو ادارو سره خبرې کړې، خو تر اوسه ورته د پلور لازم ځای او بازار نه دی برابر شوی. دغه راز د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالم يار له دولته غواړي چې د پکتيا زراعتي محصولات او مڼې هم د هوايي دهلېزونو له لارې نورو هېوادونو ته صادرې کړي.