روسیه وایي ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې له روسیې سره له یو اټومي تړون وځي. دده په خبره که دغه تړون لغوه شي، نو روسیه به بېرته د بېلانس برابرولو په موخه لا ډېر توغندي جوړ کړي او دا مسئله به نړۍ په لا ډېر خطرناک ځای بدله کړي. د کریملین ویاند دیمتري پسکوف په یوه خبري غونډه کې ویلي، روسیه دغه تړون ته ژمنه ده، خو که لغوه کېږي بیا به په نړۍ کې د وسلو سیالي پیل شي. په ۱۹۸۷ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګان او د روسیې د ولسمشر ګورباچف تر منځ یو تړون لاسلیک شو.ددغه تړون له مخې د امریکا او روسیې ترمنځ د وسلو د جوړولو سیالي ودرول شوه او تر دې دمه عملي کېږي.