د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو څخه یې، لومړۍ لوبه د مارچ میاشتې په ۶ مه نیټه پیلېږي، دویمه لوبه د همدې میاشتې په ۸ مه او ورستۍ لوبه په ۱۰ مه نیټه ترسره کیږي. د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې تر دې وړاندې ۱۵ ځلې د یو بل پر وړاندې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې مخ شوې دي، چې ۱۲ لوبې یې افغان لوبډلې او یوازې ۳ لوبې ایرلنډ ګټلې دي. دا چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې د بریا سلنه، د افغان لوبډلې ۸۰ او ایرلنډ ۲۰ ده؛ نو ډیر احتمال شته چې راتلونکې شل اوریزه لوبلړۍ هم افغان لوبډله وګټي.