ټایواني چارواکي وايي، د یوه اورګاډي د بې پټلۍ کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۱۶۰ زیات ټپیان شوي دي.
د ټایوان د اور وژنې ملي ادارې ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دغه اورګاډی له خپلې پټلۍ بې ځایه شو او نږدې ۲۰۰ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د ټایوان د اورګاډو او رېل پټلیو ادارې ویلي چې په دغه اورګاډي کې ۳۶۶ کسان ناست وو چې ډېری یې ژغورل شوي هم دي.
دې ادارې ویلي، د اورګاډي اته واړه برخې له پټلۍ وتلې وې چې له دې ډلې پنځه یې چپه شوې دي.
د ټایوان د مرکزي اژانس په حواله، شاوخوا ۳۰ کسان لا هم په واګونونو کې ایسار پاتې دي.
تر دې وړاندې هم د ټایوان په بېلابېلو ښارونو کې اورګاډي له پټلۍ وتلي چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.