د سویلي افریقا او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د دریو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ سویلي افریقا وګټله. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د فیبرورۍ میاشتي په ۲۹مه نیټه ترسره شوه، چي سویلي افریقا لوبډلې د ۷۴ منډو په توپير وګټله او دویمه لوبه چې پرون چهارشنبه ترسره شوه، هغه هم سویلي افریقا لوبډلې وګټله او دا لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. په پرونۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۲۷۲ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې یې د سویلي افریقا لوبډلې یاد هدف په ۴۸.۳ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله. د سویلي افریقا لپاره مېلان ۱۲۹ ناسوځېدلې زیاتې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی پکې لونګي نګیډي شو چې ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې. ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.