روسیه وایي، د منځني واټن ویشتونکو توغندیو له تړونه د امریکا وتل به خطرناکې پایلې ولري او د غچ اخیستونکو اعمالو سبب به شي.
روسیه وایي، واشنګټن پلان لري چې د سړې جګړې د دورې له دغه مهم تړونه چې د وسلو د کنټرول لپاره شوی دی، ووځي.
د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې هېواد یې ځکه د منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو له تړونه وځي چې مسکو له کلونو راهیسې دغه تړون تر پښو لاندې کړی، خو روسیې د امریکا دا تورونه تل رد کړي او ویلي یې دي چې په اصل کې په اروپا کې د امریکا متحده ایالتونو د ميزایلو دفاعي سیسټم ځینې برخې له دغه تړون سره په ټکر کې دي.
ټرمپ د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «موږ به دا ډول وسلې «منځني واټن ویشتونکي توغندي» پراخوو، مګر که روسیه او چین راشي او په ګډه راته ووايي چې باید هوښیار و اوسو او هېڅ یو دا وسله پراخه نه کړو، زه به هغه وخت خوښ شم، خو تر هغو چې نور خلک دا تړون تر پښو لاندې کوي، موږ به یې هم غم نه کوو، فکر کوم په دې خبره پوهېږئ.»
د ټرمپ له دغه اعلان یوه ورځ وروسته د روسیې رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف په حواله ویلي چې له دغه تړونه د امریکا وتل به خطرناکې پایلې ولري.
بل خوا د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوف چې په ۱۹۸۷ ز کال کې یې له امریکا سره دغه تړون لاسلیک کړی، د امریکا د ولسمشر خبرو ته په اشارې سره ویلي چې دغه کار د واشنګټن «ناپوهي» په ډاګه کوي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند ویلي، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به روانه اونۍ د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن سره په مسکو کې وګوري او په دې اړه به خپله اندېښنه ورسره شریکه کړي.
امریکايي چارواکي وايي، روسیې له کلونو راهیسې د دغو توغنديو ازموینې کړې او واشنګټن تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ ز کال کې هم په رسمي توګه دا تور مطرح کړی دی.
بل خوا د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس هم د اکټوبر په ۲۱مه په یوه بیان کې وویل، واشنګټن باید له دغه نړیوال تړونه د وتلو په پایلو غور وکړي. ماس دغه تړون د اروپا «د امنیتي جوړښت یوه مهمه ستنه» بللې ده.
نوموړي دغه راز ویلي، موږ تل له روسیې غوښتي چې د سرغړونې په اړه تورونه ځواب کړي او دا دي دا وار له امریکا هم غواړو چې د کار په پایلو غور وکړي.