د بنکله دیش او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ، د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو ورسته پرون ورځ شل اوریزه لوبلړۍ پیل شوه، چې لومړۍ لوبه یې هم زیمبابوې د ۴۸ منډو په توپیر بایلوده او تر دې وړاندې یې په ۵ یو ورځینو او یوه ټیسټ لوبه کې هم ماتې منلې ده. په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې بنګله دیش لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۱ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې یې زیمبابوې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې او به یې د ۴۸ منډو په توپیر بایلوده. د لوبې غوره لوبغاړی پکې سومیا سرکار شو، چې په ۳۲ توپونو یې ۶۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.