د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ سیالۍ چې اوس مهال دویم پړاو ته نږدې شوې دي، د کرونا ویروس خپریدو له وېرې به، پاتې لوبې له نندار چیانو پرته ترسره کیږي. پاکستاني کرکټ بورډ په ډیرو هلو،ځلو سره وشو کړای، چې دا لیګ د لومړي ځل لپاره په کور دننه ترسره کړي. په دې خاطر چې د ای پي ایل په څیر ګڼ شمېر کتونکي ولري؛ خو د کرونا ویروس خپریدو له وېرې کرکټ بورډ د لیګ بهرنیو لوبغاړو ته دا اختیار ورکړی دی که خپلو هېوادونو ته ځي، تللی شي او همدا راز یې ویلي چې د پاتې لوبو لپاره به د نندار چیانو پر مخ د لوبغالو دروازې وتړي. په همدې حال کې د هند کرکت بورډ هم د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې د ای پي ایل لیګ سیالۍ د ۲ اونیو لپاره ځنډولي دي. ټاکل شوې وه چې دا لیګ به د مارچ په ۲۹ مه پیل شي، خو اوس د اپریل تر ۱۵ مې ځنډول شوی دی.