دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي

ټکنالوژۍ په کمو کلونو کې زموږ ژوند څومره بدل کړی؟

لیکنه: فیض الله فیض یاران ټکی کام

اکتوبر 23, 2018
in معلوماتي
0 0

ټکنالوژۍ د انسانانو په ژوند کې ډېر سهولتونه رامنځته کړي او په مرسته یې نړۍ ورځ تر بلې ګام پر ګام د پرمختګ پر لور روانه ده او دا لړۍ همداسې دوام لري. د ټکنالوژۍ پوهان او عالمان په خپل منځ کې په رقابت دي چې یو له بله مخکې شي او د انسانانو ژوند ته نوې اسانتیاوې او سهولتونه راوړي؛ نو همدا د سالم رقابت ثمره ده چې د انسانانو ژوند یې جالب او په زړه پورې کړی دی.

په پخوا زمانو کې به انسانانو د سورلۍ، تجارت او کروندو لپاره له څارویو ( اوښانو، خرو، فیلانو، اسونو، غوایانو او…) څخه ګټه اخیستله، خو نن ورّځ انسانانو د ژوند د اسانتیا لپاره داسې وسایل او شیان جوړ کړي چې د ژوند اوږد مزل یې ډېر را لنډ کړی او د څارویو  پرځای یې له ټکنالوژۍ څخه کار اخلي. موټرسیکل، تراکتور، موټر، جيټ الوتکې او تېز رفتاره اورګاډي جوړشوي.

پخوا به مسافرو ته د حال او احوال لپاره لیکونه لېږل کېدل چې په رسېدو به یې میاشتې او کلونه تېرېدل. وروسته بیا لږ پرمختګ وشو چې د ټایپونو او کېسټو زمانه راغله. دا زمانه د هغه وخت یوه پرمختللې او خوندوره زمانه وه چې کورنۍ به خپلو مسافرو ته د کورنۍ د حال احوال پکې د کورنۍ د غړو له خولې بیاناوه. دواړو لورو به د کېسټې له ډکولو او اورېدلو څخه خوند اخیست. د کېسټې لېږل هم د ليکونو په څېر ډېر وروسته یو او بل لوري ته رسېدل. تاسو به لیدلي وي چې کېسټې به په کورونو کې ډېر وخت ساتل کېدې چې وخت په وخت به د کورنۍ د غړو له خوا اورېدل کېدې. ټیپونه هم دومره اسان( عام) نه وو چې د هر چا او هر غریب په کور کې به پیدا شوي وای؛ یوازې به د کلي خان(ملک) او یا د کلي په شتمنه کورنۍ کې پیدا کېدل. که له دې هم راتېر شو، د ګرځنده موبایلونو(ټلیفونونو) وخت راغی. دغه موبایلونه هم بیا ډېر ژر تر هرې کورنۍ ورسېدل او ان په کورنۍ کې نږدې هر وګړي ورته لاسرسی درلود چې دا بیا د دغه عصر یو جالب او په زړه پورې د وګړو یو نښلوونکی سیسټم و چې د هرې مور او پلار او کورنۍ د ټولو غړو تر غوږو یې د مسافرو تازه احوال را رساوه.

اوس څه کېږي، پوهېږی چې د نړۍ له هرګوټ ګوټ څخه په ژوندۍ بڼه مخامخ یوله بل سره ګورو او د خپل ژوند ستونزې، مشکلات، پرمختګونه او ټول هغه څه ډېر په اسانۍ سره په ډېر جالب ډول یو له بل سره وایو. هر څه مو چې زړه غواړي وایو یې. موږ پوهېږو چې نړۍ ورځ تر بلې د پرمختګ او انکشاف پر لور روانه ده.

ټکنالوژۍ د انسانانو ژوند ډېر اسانه کړی او انسانان یې ډېر مخکې بېولي دي. که انسانانو د ژوند د پرمختګ او هوساینې لپاره کار نه وی کړی، غفلت یې کړی وای؛ نو نن به موږ له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، ژوند او د ژوند چارې به مو په ډېرې ګرانۍ سره مخکې تللې.

په لنډ ډول، نن چې زموږ په کورنو کې کومه روښنایې تر سترګو کېږي، همدا د ټکنالوژۍ برکت دی .

ما هم په دې برخه کې تر خپلې وسې کار کړی، څو بشریت ته یو کوچنی خدمت وکړم. داسې یوه زانګو مې جوړه کړې چې د ماشوم په ژړا سره اتومات وزانګي، څو ماشوم ویده شي. کله چې ماشوم ویده شي، تر لسو دقیقو زانګو همداسې زانګي، وروسته تر لسو دقیقي زانګو خپله اتومات درېږي چې د مور او ماشوم په ژوند کې یو لوی سکون او راحت دی. د دې ترڅنګ داسې نور خدمات هم لري، څو د ماشوم ښه پالنه او روزنه وکړي. لکه د ماشوم د وزن اندازه کول او د ماشوم د قد اندازه کول. پر دې سربېره هره مور کولی شي چې ماشوم ته د خوب سندرې په خپل غږ کې ثبت کړي. کله چې ماشوم ژاړي، نو زانګو د مور ثبت شوی اواز ماشوم ته اوروي. د دې لپاره چې ماشوم د یوازېتوب احساس ونه کړي او په ارامۍ سره بېرته ویده شي؛ غواړم نور هم په دې کار وکړم. تر دې چې د ماشوم صحت معلوم کړي.

دا د ټکنالوژۍ برکت دی چې نن د نړۍ له ګوټ ګوټ سره یو ځای یو، یو د بل حال او احوال اخلو او د یو بل ستونزو او مشکلاتو ته په شریکه د حللارې چارې ګورو  چې دا د بشریت لپاره یو لوی خدمت دی.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

جون 8, 2026

یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

جون 8, 2026

د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

جون 8, 2026

اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In