د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ سیالۍ چې د ۶ لوبډلو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۰ مه نیټه پیل شوې وې اوس تر نیمه پایلوبې رسېدلي دي. سبا ورځ د مارچ په ۱۷ مه به لومړۍ نیمه پایلوبه د ملتان سلطان او پیښور زلمي لوبډلو، دویمه نیمه پایلوبه به د کراچي کینګ او لاهور قلندر لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د یادو څلورو لوبډلو څخه به د روانې مارچ میاشتې په ۱۸ مه نیټه دوه لوبډلې د دې لیګ پایلوبه ترسره کړي. د پي ایس ایل لیګ د پیل سیالۍ د زیاتو نندار چیانو له کلبه ډیرې په زړه پورې او په جوش کې ترسره شوې؛ خو اوس یې د ورستي پړاو لوبې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې، پرته له نندار چیانو ډیرې بې خونده شوې دي.